راتلونکې ناسته به د ملا برادر په مشري د طالبانو له نويو مشرانو سره وي

افغانستان

راتلونکې ناسته به د ملا برادر په مشري د طالبانو له نويو مشرانو سره وي

1017

د طالبانو سرچينو رسنيوته ويلي چې نن په قطر کې د طالبانو د استازو او امريکايي پلاوي ترمنځ شپږ ورځنۍ ناسته پاى ته رسيدلي او خليل زاد له قطره ستون شوى.

ښاغلي خليل زاد رسنيو ته ويلي چې د قطر ناسته بريالى وه اوموږ ډير پرمختگ کړى.

په روانه غونډه کې دواړو لوريو د ورستۍ پريکړې واک نه لاره ځکه گډه اعلاميه هم خپره نشوه.
راتلونکې غونډه به ښايي له دي امله عملي پايلې ولري چې د طالبانو له لورې به د قطر دفتر د نوي مشر په مشرتابه د طالبانو د ر هبري شورا څو نور با اختياره غړي هم گډون ولري.



اعلان