فاکس نیوز: امریکا وتل منلي، له مهالوېش وروسته اور بند کېږي

افغانستان

فاکس نیوز: امریکا وتل منلي، له مهالوېش وروسته اور بند کېږي

4219

امریکایي فاکس نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ یو لړ موافقې شوي، خو تر اوسه لاسلیک شوي نه دي.
رسنۍ وایي، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل منلي دي.
رپوټ وایي، امریکا له طالبانو د اوربند کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو ورته ویلي چې د پوځیانو د وتلو د مهالوېش له اعلانولو وروسته به اور بند وکړو.
د سرچینو په وینا، طالبانو له امریکایانو غوښتي چې له افغانستانه به ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي. یانې امریکا باید د افغانستان له لارې داسې فعالیت و نه کړي چې د ګاونډیو حکومت او نظام له ګواښ سره مخ شي. ویل کېږي چې امریکا د طالبانو دغه غوښتنه منلې ده.
ویل کېږي چې طالبان او امریکایان به نن شنبه په دوه موضوعاتو بیا هم خبرې کوي.
یو موضوع د مهالوېش او اور بند او دویمه موضوع به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ راتلونکې خبرې وي.
که اور بند کېږي، نو په دغه جریان کې به طالبان کابل ته خپل استازي استوي او حکومت کې به د اصلاحاتو په راوستو خبرې کېږي.
تمه کېږي چې نن به یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.



اعلان