نیویارک ټایمز: افغان پوځ د امریکا له ملاتړ پرته د طالبانو پر ضد مقاومت نه شي کولای

راپورونه

نیویارک ټایمز: افغان پوځ د امریکا له ملاتړ پرته د طالبانو پر ضد مقاومت نه شي کولای

812

امریکایي نیویارک ټایمز د افغان سولې روان بهیر په اړه یو مقاله خپره کړې.
مقاله کې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو په اړه لیکل شوي او ویل شوي چې امریکایانو له افغانستانه وتل منلي او طالبانو منلې چې القاعده او داعش ته به پناه نه ورکوي.
مقاله کې لیکل شوي چې افغان پوځ د امریکا له ملاتړ پرته د طالبانو پر ضد مقاومت نه شي کولای.
دا لومړی ځل نه دی. وړاندې هم ویل شوي وو چې افغان پوځ ته به ستونزمنه وي چې له امریکا پرته دې جګړه وکړای شي.
ځینې کتونکي وروستیو کې د غزني او فراه جګړو بېلګې وړاندې کوي چې بهرني ملاتړ د طالبانو د بشپړ سقوط څخه وژغورل.
قطر کې د افغان سولې خبرې نن شپږمې ورځې ته غځېدلي او تمه ده چې نن به دواړه خواوې یوې پایلې ته ورسېږي.



اعلان