مشهوره امریکایي سندرغاړې ماریه کاري سعودي کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي

راپورونه

مشهوره امریکایي سندرغاړې ماریه کاري سعودي کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي

301

مشهوره امریکایي سندرغاړې ماریه کاري به دغه پنجشنبه سعودي کې یو پروګرام کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.
د عرب نیوز د رپوټ له مخې، کاري به د ګلف د نړیوالو لوبو د ټورنامنټ په مراسمو کې ګډون وکړي.
دغه کنسرت د پاچا عبدالله په اقتصادي ښارګوټي کې کېږي.
د کاري سربېره به دغه کنسرت کې د هالېنډ مشهور موسیقۍ غږوونکی ټییسټو، یمنۍ سندرغاړې بلقیس فتحی او د جمیکا سکم پال هم ګډون وکړي.
په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې هم یو شمېر غربي هنرمندان سعودي ته تللي وو.
دا پروګرامونه واک ته د ولیعهد محمد بن سلمان له رسېدو وروسته کېږي.
دا پروګرامونه د بن سلمان د اصلاحاتو برخه ګڼل کېږي.



اعلان