ټیکس پر ضد احتجاج؛ چینایي شخص هوایي ډګر کې ویده شوی

راپورونه

ټیکس پر ضد احتجاج؛ چینایي شخص هوایي ډګر کې ویده شوی

299

د نوي پاکستاني قانون له مخې دوه تنه چینایان د پاکستان اسلام اباد هوایي ډګر ته په رسېدو اړ و چې د خپلو موبایلونو ټیکس اداء کړي.
د نوي قانون پر بنسټ، که کوم بهرنی شخص له یوه زیات موبایل ولري، نو باید ټیکس ورکړي.
د ډان نیوز د رپوټ له مخې، دغو دوه چینایانو سره څلور موبایلونه وو او اړ وو چې ۲۸۵ ډالر ټیکس ورکړي.
دوی ټیکس ورکړ، خو یو ډول عجیب احتجاج یې وکړ.
یو یې د هوایي ډګر د نړیوالو راتلونکو مساپرو په دروازه څملاست او پروت یې وکړ.
دوی ویل، موږ پاکستان ته کال کې څو ځله ځو او باید چې هر ځل ټیکس جمع نه کړو.
چارواکو دوی ته وویل چې خبره به یې اړوندې ادارې سره شریکه کړي چې دوی بیا خپل احتجاج پای ته ورساوه.



اعلان