د محقق ګوښه کول؛ حزب وحدت د موقت حکومت د جوړولو ګواښ کړی

افغانستان

د محقق ګوښه کول؛ حزب وحدت د موقت حکومت د جوړولو ګواښ کړی

571

د ولسمشر اشرف غني له لوري د اجراییه رییس د لومړي مرستیال محمد محقق ګوښه کولو ته د غبرګون ښودلو لړۍ روانه ده.
تازه د خلکو حزب وحدت ګوند په یوه غبرګون کې د موقت حکومت د جوړولو ګواښ کړی.
د دغه ګوند مرستیال محمد ناطقی نن جمعه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که ولسمشر غني د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک په لغوه کولو ټینګار وکړي، نو حزب وحدت به د نورو غوراویو تر څنګ د موقت حکومت جوړولو له پاره هڅې پېل کړي.
نوموړي زیاته کړې، که ولسمشر د محقق په ګوښه کېدنه فشار راولي، نو دوی به مدني خوځښتونه پېل کړي.
وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور، پخواني مرستیال ولسمشر یونس قانوني او نورو هم د ولسمشر غني پرېکړه غندلې او دا یې د ملي یووالي د حکومت د جوړښت او قانون پر ضد بللې.
ولسمشر دوه ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې وویل چې محمد محقق د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې له مخې ګوښه کېږي.



اعلان