د ملي یووالي حکومت کې تر اوسه له ۴۵ زره زیات افغان سرتېري وژل شوي

افغانستان

د ملي یووالي حکومت کې تر اوسه له ۴۵ زره زیات افغان سرتېري وژل شوي

354

ولسمشر اشرف غني ویلي، د ۲۰۱۴ له دیسمبر راهیسې چې واک یې ترلاسه کړی تر اوسه د افغان امنیتي ځواکونو له ۴۵ زره زیات سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي دا خبره د سویس په داووس کې د سي این این له ژورنالیست فرید ذکریا سره خبرو کې کړې ده.
ولسمشر هلته یوې نړیوالې اقتصادي غونډه کې ګډون له پاره تللی دی.
د ولسمشر په وینا، دغه موده کې یوازې ۷۲ بهرني سرتېري وژل شوي، خو طالبان بیا د وژل شویو بهرنیانو شمېر زیات ښیي.
تېره عقرب میاشت کې ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت په اوږدو د وژل شویو سرتېرو شمېر نږدې نهه ویشت زره ښودلی و.



اعلان