په قطر کې د امريکا او طالبانو د غونډې په اړه د نړيوالو ورځپاڼو راپورونه

راپورونه

په قطر کې د امريکا او طالبانو د غونډې په اړه د نړيوالو ورځپاڼو راپورونه

593

نيويارک ټايم:

د نيويارک ټايم امريکايي ورځپانه ليکي چې د دوحې په ناسته کې د امريکايانو د وتلو پر سر خبرې رواني دي او طالبان دي ضمانت ورکولوته اماده دي چې امريکا ته به له افغانستان نه خطر نه متوجه کيږي .
د ورځپاڼې په وينا ډيرې سختې او اصلي خبرې لا هم داسې پاتې دي او امريکايان تاکيد کوي چې پر دې خبرو دي له افغان حکومت سره بحث وشي.
بل پلو افغان چارواکې په ښکاره په د غه ناسته نيوکه نه کوي، خو وايي چې د روانې جگړې د دريدو په اړه هغه وخت پرمختگ شونى دى چې نيغ په نيغه له افغان حکومت سره خبرې وشي.
ورځپاڼه د شننکو له قوله ليکې چې د امريکايي قواوو له مرستې پرته گمان نه کوي چې افغان ځواکونه دي د طالبانو فوځي مقابله وکړاى شي

ډيلي ټايمز:

د ديلي ټايمز ورځپاڼه د يوه طالب چارواکې له قوله ليکې: زموږ بحث ورسره د ټولو ځواکونو په ويستلو روان دى خو امريکايي استازي لاهم له افغان حکومت سره د طالبانو په ناسته ټينگار کوي.
ورځپاڼه زياتوي چې طالبانو مقابل لورې ته دا تضمين هم ورکړى چې د امريکا له وتلو وروسته به افغانستان د ترهگري لپاره نه کارول کيږي اونه به امريکا ته تهديد گرځي.
ورځپاڼه وايي چې د ټرمپ اداره له افغانستان نه د وتلو په حق کې ده، ځکه چې د افغانستان په جگړه کې د امريکا تر يو تريلون ډالره زيات مصرف شوى، ٢٠٠٠دوه زره سرتيرې يې په دې جگړه کې وژل شوي او هرکال تر٥٠بيلون ډالره زيات لگښت په دې جگړه راځي.

ټيليگراف:

د برتايې د ټيلي گراف وړځپاڼه د طالبانو د نوي مرستيال ملاعبدالغني برادر قطرته د تلو او هلته په دغو ناستو کې د گډون خبر ورکوي.
ورځپاڼه دا هم يو لوي پرمختگ گڼي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په ممکنه تړون کې به په افغانستان کې القاعده او
داعش ته د پاتې کيدو او فعاليت اجازه نه ورکول کيږي.
ورځپاڼه د افغانستان د سولې شورا د يوه غړي ”احسان طاهري“ له قوله ليکې چي په دوحه کې د خبرو اوږديدل د دې معنا ورکوي چې خبرې حساس پړاو ته داخلې شوې او مثبت لورې ته روانې دي.

چاينا ټايم

د چاينا ټايم چينايي ورځپانې د قطرد غونډې په اړه د امريکا د خارجه وزارت د وياند تصديقي څرگندونې را اخيستې او د دې مذاکراتو د پيليدو په ترځ کې يې د طالب جنگياليو ورستيو خونړيو بريدونو ته هم اشاره کړې چې قربانيان يې امريکايي عسکر، افغان امنيتي ځواکونه او د کابل ښارپه يوه ميلمستون کې ميشت لويديځ وال ماموران ووا
ورځپاڼه دې ته اشاره کوي چې دغه بريدونه هم د طالبانو لخوا پر امريکايانو يو تازه فشار و.



اعلان