د ناروې پلازمېنه کې محمد نوم د یوولسم کال له پاره مشهور نوم شو

راپورونه

د ناروې پلازمېنه کې محمد نوم د یوولسم کال له پاره مشهور نوم شو

495

د ناروې پلارمېنه اوسلو کې محمد نوم د یوولسم پرلپسې کال له پاره تر ټولو مشهور نوم شو.
سپوتنیک په خپل رپوټ کې د نارويژي سرچینو له قوله لیکلي چې محمد نوم په ۲۰۱۸ کې د اوسکار، اکسیل او جاکوب (یعقوب) له نومونو مخکې شوی دی.
اوسلو کې ګڼ شمېر مسلمانان اوسېږي چې زیاتره یې پاکستانیان، سومالیان، عراقیان او د مغرب اوسېدونکي دي.
د اوسلو له ۶۲۴ زره څخه ۱۹۰ زره یې کډوال یا د کډوال مور و پلار څخه دي چې د پلازمېنې ۳۰.۴ سلنه جوړوي.
د ټول هېواد ۱۷.۳ سلنه کډوال جوړوي.



اعلان