یو پاکستانی په لومړي ځل په پاکستاني پاسپورت اسراییلو ته ځي

راپورونه

یو پاکستانی په لومړي ځل په پاکستاني پاسپورت اسراییلو ته ځي

403


د فشل خالد په نوم یو پاکستاني یهودي ته اسراییلو ته په پاکستاني پاسپورت د تګ اجازه ورکړل شوې چې اوس د ویزې لګولو انتظار کوي.
العربیه اردو د دې نېشن په حواله لیکلي، د خالد مور یهودۍ او پلار یې مسلمان دی.
خالد څلور نور وروڼه لري چې هغوی مسلمانان دي، خو خالد یهودي مذهبی دی.
د پاکستان د پاسپورت د قانون له مخې، هېڅ پاکستانی په پاکستاني پاسپورت اسراییلو ته سفر نه شي کولای.
ځینو کسانو دغه اجازه د قانون ماتونه ښودلې.
خالد په خپل ټوېټر حساب د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته، د پوځ له ویاند او د خلکو د ګوند له مشر څخه مننه کړې.
رپوټ وایي، پاکستان کې تر اتو سوو یهودان مېشت دي.
دا رپوټ وروسته له هغه ورکول کېږي چې موده وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د یوې اسراییلۍ الوتکې د تګ رپوټونه ورکړل شوي وو، خو پاکستاني چارواکو رد کړل.
پاکستان له اسراییلو سره ډېپلوماټیکي اړیکې نه لري او په رسمیت یې نه پېژني.



اعلان