پاکستان يو بېگنا قتل شوى پښتون ځوان نقيب محسود يو کال وروسته معاف کړى

راپورونه

پاکستان يو بېگنا قتل شوى پښتون ځوان نقيب محسود يو کال وروسته معاف کړى

718

د کراچي دپوليسو يوه افسر کال وړاندي له يوه وزيرستاني ځوان نه چې په کراچۍ ښار کې يې روزگار کاوه دومره باج طلب کړچې بې وسه نقيب الله يې د پرې کولو وس نه لاره.

دغه پوليس افسر ”راو انور“ چې د پاکستان جاسوسي ادارو په کراچۍ کې ورنه خاص کارونه اخيستل، په دې ډاډه و چې هرڅه وکړم د قابون وس را باندي نه رسي.

راو انور د خپل جيب د ډکولو لپاره تر ډيره هغه پښتانه هدف گرځول چې په خپلو خپلو سيمو کې د پاکستاني فوځ داپريشنونو او بد امنيو په وجه کراچۍ ته د ژوند تيرولو او روزگار لپاره تلل.

ځکه چې په دوي د ترهگري تور پورى کول هغه اسانه بهانه وه چې له ويرې يې دغه ځوانانو پوليسو ته پيسې ورکولې او چاچې يې سرغړونه کوله او يايې دا راز افشاکاوه نو هغوي به په جعلي نښتوکې وژل کيدل.

د پاکستاني سرچينو له قوله راو انوار تر٣سوه زيات بې گناهکسان چې اکثره يې پښتانه و .

په جعلي نښتو کې وژلي دي.

نقيب الله محسود هم يو له همدغو بدنصيبو وه چې د پيسو په نه ورکړه د راو انوار په لاس په زولنو کې تړلي ووژل شو.

د ٢٠١٨ميلادي کال د جنوري په ديارلسمه پاکستاني تلويزونونو يو زيرى! خپور کړ چې د پاکستان په مهمو تاسيساتو بريد کوونکي ډله د کراچۍ ديوه زړور ! پوليس افسر له خوا په مخامخ نښته کې ووژل شوه.

خو کله چې د نقيب الله د گډاگانو او تراشلې ږيرې عکسونه په سوشل ميډيا خپاره شول نو عامه ذهنيت يې په اړه شمکن شو او له تفصيلاتو خپريدو وروسته ټول حقايق په ډاگه شول.

د وخت حکومت د ولسي فشار او نيوکو له امله ظاهرا دغه پوليس افسر له دندې گوښه کړ خو خاصو ادارو دغه نازولى افسر له هرډول سزا نه وساته او له څو مياشتيتوقيف نه وروسته يې کورته ولېږه.د دې پېښې د پلټنې لپاره چې د پاکستان سترې محکمې دقاضيانو کومه تفتيشي ډلهټاکلې وه، هغوي ايله نن له غرمې مخکې ومنله چې نقيب الله ترهگر نه و او د هغه وژنه د قانون خلاف وه.

په ٢٠١٨ کې د دې زړه لړزونکې پيښې په خلاف د وزيرستاني ځوانانو له خوا يو غورځنگ را وټوکيده چې اول د محسودو د ژغورنې په نامه د لږ شهرت لرونکى محلي غورځنگ و، خو له دې پيښو وروسته د گڼو احتجاجونو په پيلولو سره د پښتون ژغورنې غورځنگ ترنامه لاندي ستر، موثر او مشهور شو چې د هرې طبقې اوسيمې پښتانه ځوانان اوپيغلې ورسره يوځاى شول.

پاکستان د دې تحريک د غونډو او مظاهرو تصوير او ويډيو خپرول په پاکستاني رسنيو کې منع وگرځول او په مشرانو يې له پاکستان سره د غداري تورونه پورې کړل.

خو دغه تحريک تراوسه د سوشل ميډيا په مټ خپل فعاليت جاري ساتلى.

په پاکستان د پوليسو لخوا د جعلي نښتوناوړه کلتور ډير پخواونى دي، چې هدف يې اکثره بي وسه او مظلوم خلگ وي چې ترشايې د پوښتنې کولو څوک نه وي.

له تيرو څو لسيزو راهيسې يو شمېر افغانان هم د دې مقابلو هدف او برخه گرځېدلي.

سيمې ته د امريکا له راتگه وروسته چې پاکستان په دې جگړه کې د امريکا يو کرايي همکار گرځېدلى، پاکستاني ادارو د ترهگري په تورونو مذهبي طبقه هم د خپلو غوښتنو د منلو لپاره هدف گرځولې.

پرهغه چاچې دينې لباس اويا مسنونه ږيره ولرې په اساني سره پاکستاني پوليس او نورې امنيتي ادارې لاس اوچتولاى شي او خپلې غوښتنې پرې منلاى شي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پنجاب له ساهيوال سيمې سره نږدې يوې کورنۍ پر عمومي سړک په يوه واړه شخصي موټرکې سفر کاوه چې د دې ايالت د ترهگري ضد پوليسو د څه شخصي ملحظاتو په وجه د غه موتر تر بريد لاندي ونيود کورني مشر ”ذيشان“ او د هغه ميرمن او يو بچي يې ووژل شول او پاتې ژوندى زخمي ماشوم چې کله ميډياته اصلي لوبه افشاکړه، نو ډير لوړ پوړو پنجابي چارواکو پيښې ته د بل رنگ ورکولو کوشش وکړ او هڅه يې وکړه چې وژل شوى ذيشان په دې دليل له ترهگري سره وتړي چې پر مخ يې ږيره وه.

د پاکستان پوليس او محاکم تر بنگلديش، مصر، برما او افغانستان نه هم زيات په ظلم، تيري، جعلکاري او بډو اخيستو کې لتاړ دي.



اعلان