لوړ قدی ضیاء راشد له مجردۍ ځوریږي

پام وړ

لوړ قدی ضیاء راشد له مجردۍ ځوریږي

2020

ضیاء راشد درېویشت کلن دی، خو دی یا کورنۍ یې تر اوسه ده ته د کوژدنې په موندلو بریالي شوي نه دي.
راشد چې اته فوټه (څه باندې درې متره) ونه (قد) لري، د پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
که څه هم راشد د خپل لوړ قد له امله په خلکو کې مشهور دی او خلک ور سره سیلفي تصویرونه اخلي، خو دغه قد په خپله ده ته د کوژدې په مخ کې لوی خنډ ګرځېدلی دی.
ډیلي مېل د راشد له قوله لیکلي، هغه تر اوسه د خپل ژوند ملګرې په موندلو نه دی بریالی شوی. کافي اندازه لوړ قدې نجلۍ یې نه ده موندلې او موندل یې تقریباً ناممکن دي.
راشد وایي، کورنۍ مې څو کورنیو ته د نجلۍ غوښتلو له پاره ورغله، خو هېچا هم (نجلۍ راکولو کې) لېوالتیا و نه ښوده.
راشد وایي، اوس مې د واده په اړه فکر کول بند کړي.
یوازې دا نه، بلکې هغه د خپل ځان له پاره د جوړو (تیارو-بازاري) جامو په موندلو کې هم ستونزه لري.
دغه راز، بوټان ورته د پاکستان له لوی ښار کراچۍ ورځي.
د دې تر څنګ، راشد په عامه بسونو کې د ده د پښو له پاره د کافي ځای د نه شتون له امله سفر نه شي کولای.
تر لس کلنۍ پورې د راشد قد لکه د نورو ماشومانو په څېر و، خو له لس کلنۍ وروسته یې په ناڅاپي ډول د قد لوړېدنه پېل شوه.



اعلان