بنګله دېش: د ونې سړی بیا جراحي عملیاتو ته ستون شوی

روغتیا

بنګله دېش: د ونې سړی بیا جراحي عملیاتو ته ستون شوی

3309

اته ویشت کلن بنګله دېشی ابو البجندر چې د ټري مېن یا ونې سړي په نوم مشهور دی، یو ځل بیا روغتون ته د جراحي عملیاتو له پاره تللی دی.
دا یو ډول ناروغي ده. د دغه کس لاسونه د ونې ډډونو ته ورته شکل خپلوي او غټېږي.
د فاکس نیوز رپوټ وایي، ابوالبجندر تر اوسه پنځه ویشت جراحي عملیات کړي، خو د ناروغۍ له زیاتېدو وروسته دادی بیا روغتون ته تللی دی.
دا ناروغي چې epidermodysplasia verruciformis (EV) نومېږي، تر اوسه یې د ناروغانو کره شمېره مالومه نه ده، خو ویل کېږي چې لږ تر لږه د دوه سوه کسانو په اړه رپوټ ورکړل شوی دی.
د دغې ناروغۍ درملنه تر ډېره په جراحي عملیاتو کېږي.
دغه ناروغۍ لرونکی کس خوراک او څښاک نه شي کولای او د نورو خلکو مرستې ته اړ وي.
د ابو البجندر د درملنې لګښت د بنګله دېش حکومت ورکوي.



اعلان