د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه د الوت چمتووالی نیسي (تصویرونه)

پام وړ

د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه د الوت چمتووالی نیسي (تصویرونه)

1913

د stratolaunch د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه ده چې د فوټبال له لوبغالي لویه ده. دغه الوتکه د خلاء پورته برخه کې د توغندي د لېږلو له پاره ډيزاین شوې ده. دغه الوتکه د ۲۰۱۷ په جون کې وړاندې شوې وه چې تر اوسه يې ازمېښت روان دی. دغه الوتکه به خپل لومړی الوت (پرواز) روان زېږدي کال کې وکړي. دغه الوتکه د stratolaunch په نوم شرکت جوړه کړې. د یاد شرکت څښتن د مایکروسافټ د شرکت شریکوال پال ایلن دی. ایلن تېر کال ومړ. د الوتکې له خولې تر شاتنۍ برخې اوږدوالی ۲۳۸ فوټه دی چې تقریباً ۷۳ متره کېږي. لوړوالی يې تقریباً ۱۵ متره دی.


اعلان