قبایل: پاسپورت او ویزه ختم کړئ ګنې تورخم بندوو

راپورونه

قبایل: پاسپورت او ویزه ختم کړئ ګنې تورخم بندوو

7788

رپوټونه وایي، د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو مېشتو پښتنو قبایلو ځینې مشران راټول شوي وو او په تورخم باندې د تګ-راتګ له پاره یې د پاسپورت او ویزې د شرط د له منځه وړلو غوښتنه کوله.
دغو مشرانو پرېکړه کړې چې یو ټاکل شوی هییت به یې له افغان او پاکستاني چارواکو سره وګوري او د دغه شرط د ختمولو غوښتنه به ترې وکړي. دوی ویلي چې د پاسپورت پر ځای دې په تذکره د تګ-راتګ اجازه ورکړل شي.
رسنۍ لیکي، قبایلو هممهاله ګواښ کړی، که غوښتنه یې و نه منل شي، نو تورخم دروازه به د سوداګرۍ پر مخ وتړي.
قبایلي مشرانو ویلي، دوی د پاسپورت د شرط د ختمولو غوښتنه ځکه کوي چې په کرښه پراته خلک یو بل سره خپلوۍ او راشه درشه لري.
پاکستان په ۲۰۱۵ کې په تورخم د تګ-راتګ له پاره د ویزې لرلو شرط کېښود.
تورخم دروازه باندې هره ورځ زرګونه کسان تګ-راتګ کوي چې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.
دغه ستونزې نه یوازې تورخم کې دي، بلکې په جلال اباد او کابل کې د ویزې اخیستل هم یو ستونزمن عمل دی.



اعلان