ته ځان وژنې... د ژر خوړو له خطرناکو پايلو خبر شئ

روغتیا

ته ځان وژنې... د ژر خوړو له خطرناکو پايلو خبر شئ

349

يوې نوې ترسره شوې څېړنې د ژر خوړو له خطرناکو پايلو پرده پورته کړې، د دغې څېړنې له خپرېدو وروسته څېړونکو ويلي دي چې هغه څوک چې ژر خوراک کوي، په حقيقت کې ځان وژني.
ډاکټرانو او څېړونکو ويلي دي چې انسان بايد خواړه په خوله کې ښه وژووي، مخکې تر دې چې معدې ته يې ښکته کړي. هغوی ويلي دي چې څوک چې ژر خوراک کوي، له دغو ناروغيو سره لاس و ګرېوان کېدای شي:
شکر
د شکر په ناروغۍ د اخته کېدو يو له مهمو عواملو څخه د ژر خوړو لامل په ګوته شوی دی، ځکه چې ويل کېږي چې ژر خواړه انسان ته داسې ښکاره کوي چې انسان نه دی موړ شوی، چې د دې په نتيجه کې ګولوکوز او وينه متقلبه کوي او د انسولين پر مقاومت تاثير لري.
قلبي مرضونه
د جاپان په هيروشيما پوهنتون کې څېړنو ښکاره کړې ده چې هغه څوک چې ژر خواړه کوي، د هغوی قلبي ناروغۍ نسبت نورو ته ډېرې وي.
وزن زياتېدل
د انسان دماغ نږدې شلو دقيقو ته اړتيا لري چې د مړښت پيغام ترلاسه کړي، څوک چې ژر خواړه کوي، دماغ د مړښت پيغام پر وخت نه تر لاسه کوي چې د ډېرو خوړو لامل کېږي او په پايله کې يې وزن زياتېږي.
د معدې ستونزې
کله چې ډوډۍ ښه ونه ژوول شي، پر معدې بوج کېږي چې په پايله کې يې د معدې د جوشېدو او نورو ستونزو لامل کېږي.

 



اعلان