نارامه خوب د خطرناکې ناروغۍ نښه ده

روغتیا

نارامه خوب د خطرناکې ناروغۍ نښه ده

468

ارام او بشپړ خوب مو په ذهني ډول پیاوړي ساتي او تر څنګ مو له خطرناکو ناروغیو هم ژغوري.
وړاندې کارپوهانو ویلي وو چې د خوب لږوالی انسان د وینې فشار او شکر په څېر ناروغیو باندې اخته کولای شي.
اوس یوه بله څېړنه وایي چې نارامه خوب د ډېر عمر لرونکي خلک د خطرناکې ناروغۍ ښکاروي.
په ساینس ټرانسلیشن میډیسن (ایس ټي ایم) ژورنال کې خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې نارامه خوب لرونکي خلک په الزایمر ناروغۍ اخته کېدای شي.
په خوب کې خنډ، د خوب نه راتلل او د نارامه خوب له امله شپېته کلن یا له دې زیات عمر لرونکي خلک ژر اغېزمن کېږي او په لومړیو کې له ذهني ستونزو او ناروغیو سره مخ کېدای شي.
ډېر عمر لرونکي خلک، په پرلپسې ډول، له نارامه خوبه د شکایت له امله یاداښت له لاسه ورکوي او یا الزایمر باندې اخته کېږي.
د رپوټ پایلې یوازې د ډېر عمر لرونکو خلکو په اړه دي. د ځوانانو د لږ خوبۍ په اړه په دغه رپوټ څه نه دي ویل شوي.



اعلان