د بلک واټر بدنام شرکت سوريې ته روان دی

راپورونه

د بلک واټر بدنام شرکت سوريې ته روان دی

512

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له سوريې به امريکايي پوځيان وباسي او په افغانستان کې به د دوی شمېر کموي. په دغه ډول حالت کې به امريکا په سيمه کې د خپل نفوذ او ګټې خوندي کولو له پاره څه بديل لري؟
سپينه ماڼۍ وايي چې له يادو سيمو وځي، خو دوی به د ترورېزم پر وړاندې له جګړې لاس نه اخلي. په دې وروستيو کې د بلک واټر شرکت راميدان ته کېدو ګنګوسې دي. بلک واټر په عراق کې ډېر بد نوم پرې ايښی او په نړيواله کچه يې د امريکا نوم ډېر بد کړی دی. 
د بلک واټر خصوصي پوځي شرکت په دې وروستيو کې ويلي دي چې ممکن د امريکايي پوځيانو ځای په سوريه کې د ده د خصوصي شرکت جنګيالي ونيسي.
ارېک پرېنس له فوکس بېزنېس امريکايي رسنۍ سره په خبرو کې د سوريې په تړاو ويلي دي چې ممکن دوی سوريه کې داخل شي. هغه ويلي دي چې د امريکا په تاريخ کې خصوصي سيکتور له عمومي سيکتور سره د مرستې تاريخ لري. هغه ويلي دي چې شرکت يې کولای شي چې په لږو پيسو د پوځ خلا ډکه کړي.
اريک پرېنس د افغانستان په اړه هم ورته څرګندونې په تېره مۍ مياشتې کې کړې وې.



اعلان