پاکستاني رسنۍ: ډير ژر به يو نيم درجن طالب مشران د اسلام اباد غونډې ته راشي

راپورونه

پاکستاني رسنۍ: ډير ژر به يو نيم درجن طالب مشران د اسلام اباد غونډې ته راشي

1017

د پاکستان جيو تلويزن پرون د جمعې په ورځ د پاکستاني چارواکو له خولې خبر ورکړچې اسلام اباد ته د ورستي سفر پرمهال له خليل زاد سره ژمنه شوې چې له طالبانو سره راتلونکې ناسته به په راتلونکو څو ورځو کې د امريکا، طالبانو او يوشمير سميزو هيوادونو د استازو ترمنځ په اسلام اباد کې وشي.

د پاکستان نامتو ژورنالست حامد مير هم ويلي چې خليل زاد د خپل ورستي سفر پرمهال له پاکستانه غوښتي چې طالبان په لنډ وخت کې په اسلام اباد کې ورسره کينوي.

خليل زاد تمه لري چې پاکستان به په ډيره اساني سره دوي ته افغان طالبان په اسلام اباد کې د زور اوفشار له لارې حاضر کړي. خو طالب سرچينې دا ډول کړنه ناشونې گڼې.بل پلو ډيرى شننوکي دا د طالبانو لپاره د ازمويښت مرحله گڼي او گمان کوي چې که اسلام اباد په لنډ وخت په دې قادرشي، نو د دې معنا به دا اوي چې طالبان په ريښتنې توگه د پاکستان تر لاس لاندي دي.



اعلان