استرالیا کې د خوړو پخولو له پاره اور ته اړتیا نه شته؟

پام وړ

استرالیا کې د خوړو پخولو له پاره اور ته اړتیا نه شته؟

627

په داسې حال کې چې نیمې نړۍ کې ډېر ساړه دي، اخوا نورې نیمې نړۍ کې بیا ډېره ګرمي ده.
اسټرالیا د هغو هېوادونو له ډلې ده چې اوس په کې هوا ډېره ګرمه ده او دا ګرمي ځینو ځایونو کې دومره برید ته رسېدلې چې خواړه یې پخ کړي دي.
وړاندې د یوې هګۍ د پخولو ویډیو په ټولنیزو شبکو ډېره شریکه شوې وه، خو اوس د غوښې د یوې ټوټې د پخولو تصویرونه ټولنیزو شبکو کې ډېر لاس په لاس شوي دي.
اوډیټي سنټرل په نوم یوې رسنۍ د یوه کس له قوله لیکلي چې یوه ټوټه غوښه یې په موټر کې پریښې وه چې څو ساعته وروسته د سختې ګرمۍ له امله خوړلو ته جوړه وه.


پېښه د وکټوریا ایالت په ملدورا سیمه کې شوې.
ځینو خلکو د دغه شخص ادعا منلې، خو ځینو نورو بیا رد کړې ده.
دغه شخص چې د اومه (خامې) او بیا پخ شوې غوښې تصویرونه یې نشر کړي وایي چې ګرمي ډېره خطرناکه کېدای شي او موږ باید یو بل ته پام وکړو.
د یادې سیمې د هوا پېژندنې ادارې چارواکې وایي چې په دغه ورځ ۴۸.۵ درجې ګرمي وه.
استرالیا په سویلي نیمه کره کې پرته ده چې اوس په کې هوا ګرمه ده.



اعلان