د چونګښو اووه نور ډولونه موندل شوي

پام وړ

د چونګښو اووه نور ډولونه موندل شوي

202

د هند سویل کې ساینسپوهانو د چونګښو اووه نوي ډولونه موندلي چې زیاتره یې کوچني دي.
دغو اوو کې څلور دومره کوچنۍ دي چې په اوسپنیزو پېسو او د ګوتو په نوک هم ځایېدلای شي.
دغه چونګښې د نکټی بيټریکس له جنسه دي چې ځایي خلک ورته شپې چونګښې وایي.
دغه چونګښې د سویلي هند په ځنګلي سیمو کې موندل شوي دي.
د ډیلي پوهنتون پوهان تر اوسه د دغو چونګښو د نه موندلو لامل د دوی کوچنی والی ښیي.



اعلان