هند غوړاي له طالبانو سره اړيکې جوړې کړي

راپورونه

هند غوړاي له طالبانو سره اړيکې جوړې کړي

576

په نوييمو کلونو کې چې طالبان لومړي يوه ډله وه اوبيا پر هيواد واکمن شول ،د دوي حکومت يوازې دريو اسلامي هېوادونو په رسميت وپيژاند، دا درې هېوادونه سعودي عربستان، متحده عرب امارات او پاکستان وو.

طالبان چې يوه سوچه اسلامي ډله وه له اوله لا له نا مسلمانې نړۍ سره له اړيکو جوړولو مستغني وه ، چې له امله يې له لومړي ورځې لا له ديپلوماتيکې تنهايي سره مخ وو.

په مقابل کې د دوي اتکا په اسلامي هيوادونو وه او اسلامي هېوادونو بيا له هغوي سره په اړيکو کې خپلې موخې پاللې او تر ټولو زياته اتکا په پاکستان وه، چې د اوږده سرحد او اقتصادي دروازو له امله طالب حکومت پاکستان ته اړتيا لرله .

همدې کار له اوله لا هند، روسيه او ايران د طالبانو مخالفو ډلو ته نږدې کړي و.

خو اوس چې طالبان له يوې نوې تجربې او دورې تيريږي او له روسيې او ايران سره نږدې اړيکې لرې، نو هند هم غواړي چې د طالبانو له نوي ديپلوماسي سره ځان اشنا کړي او اړيکې ورسره جوړې کړي.

طالبان هم تر ډيره دغسي اړيکو ته نور ليواله ښکاري، تر څو د واکمنيدو په صورت کې د سيمو د هېوادونو د خپل منځي رقابتونو نه بې پروا له هر لورې سره ديپلوماسي ورغوي.

هند کال وړاندي د منځنۍ اسيا د يوشمېر هيوادونو په واسطه او اوس تازه د روسيې په واسطه هڅه کوي له طالبانو سر اړيکې ولري.

په هند کې دننه هم يوشمېر شننونکي او زاړه ديپلوماتيک او استخباراتي اشخاص د هند د دولت د دې دريځ ملاتړ کوي.

تېره ورځ د هند د استخباراتې ادارې يوه پخواني لوړ رتبه مامور ”ساتيس چندرا“ رسنيو ته ويلي چې هند بايد نور په دې کارکې تاخير ونکړي.



اعلان