د سولې خبرو اوسنی پړاو او د بُن‌بست وېره

نظر او تحليل

د سولې خبرو اوسنی پړاو او د بُن‌بست وېره

424

په تېرو اکټوبر او نومبر میاشتو کې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ دوه پړاوه خبرې په قطر کې وشوې. د خبرو درېیم پړاو په ناببره توګه د قطر پر ځای په ابوظبي کې وشوې او سعودي، امارات او پاکستان هم د څارونکو په توګه په کې شامل شول. دغه درې هېوادونه، خصوصاً سعودي او امارات په سیمه کې تر ډېره د امریکا د ګټو لپاره لوبېږي. کله چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هم ابتدايي خبرې وشوې او کرار کرار اصلي مسئلې ته ورلنډېدل، خلیلزاد د سعودي او اماراتو پر مټ د ابوظبۍ په ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. خلیلزاد استدلال کړی و چې د بندیانو د تبادلې، له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو لرې کولو او حتا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور او وتلو بحثونه باید طالبان له کابل سره مطرح کړي. په ابوظبۍ کې د مذاکراتو په اړه بل ټکی دا دی، چې د ۲۰۱۷ له جون راهیسې د سعودي په مشرۍ د اماراتو، بحرین او قطر ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې پرې دي. په ابوظبۍ کې ناستې قطر د افغان سولې له بهیره ګوښه کړ. د ابوظبۍ له ناستې سره دا احتمال ډېر قوي شو چې ښايي د طالبانو او قطر ترمنځ، چې له کلونو راهیسې د طالبانو کوربه دی، اړیکې خرابې شي.

د باوري سرچینو په حواله، د ابوظبۍ له خبرو دواړه لوري خوشاله نه وو. خلیلزاد او سعودي او امارات ځکه خوشاله نه وو، چې ویې نه شوای کولای چې طالبان قانع کړي چې افغان حکومت سره خبرې وکړي. پاکستان هم چې امریکا او سعودي و اماراتو ته ټټر وهلی و چې طالبان به چمتو کړي چې افغان حکومت سره وګوري، هم ناراضه وو. طالبان ځکه ناراضه وو چې غوښتل یې خلیلزاد سره د بهرنیو ځواکونو د شتون او وتلو په باب خبرې وکړي؛ خو دوی په خبرو کې افغان حکومت سره د خبرو بحث مطرح کړ او پر طالبانو یې فشارونه راوړل. د دې ترڅنګ له طالبانو غوښتل شوي وو چې د خبرو راتلونکی پړاو به په سعودي کې کېږي او افغان حکومت به هم په کې برخه اخلي. لکه څنګه چې توقع کېده، طالبانو د سعودي په کوربه‌توب د سولې خبرو کې له ګډون نټه وکړه. د سعودي او طالبانو ترمنځ د اړیکو مخېينه له یوې خوا او قطر سره د طالبانو نژدې اړیکې له بلې خوا، فکر نه کېږي چې په راتلونکي کې هم طالبان په سعودي کې غونډې ته چمتو شي.

د دې ټول وضعیت په پام کې نیولو سره، طالبانو د جنورۍ په ۱۵مه، په یوه اعلامیه کې ګواښ وکړ چې که امریکايي لوری د فشار او تاکتیکي چلن هڅه کوي، ښايي د خبرو روانه لړۍ ودرول شي. د طالبانو له اعلامیې له ورایه ښکاري چې د ابوظبۍ له ناستې ناراضي دي. مثلاً یو ځای راځي چې که امریکایان «د نورو هېوادونو د تطمیع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنا لري چې د افغانستان د مسئلې سوله‌ییز حل کې دلچسپي نه لري».

په دې اعلامیه کې وايي چې د دوحې په غونډه کې موافقه شوې وه چې راتلونکې غونډه کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو موضوع خبرې کېږي. طالبان وايي چې اوس امریکایان له دغې اجنډا څخه ډډه کوي. نو ځکه دوی امریکایانو ته خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام به طالبان اړ کړي چې د سولې خبرې تر هغې وځنډوي چې امریکايي لوری له فشار او تاکتیکي برخورد پرته خبرې ته راوړاندې شي.

له دغې اعلامیې یوه ورځ وروسته، طالبانو پر خپلې رسمې وېب پاڼې د ورځې خبرې تر سرلیک لاندې هم ویلي چې ښايي مذاکراتي بهیر د ډېر وخت لپاره له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

یو ټکی د پام وړ دی. کله چې خلیلزاد د ابوظبي له خبرو کابل ته راوګرځېد د دې پوښتنې په ځواب کې چې مذاکراتو کې دامریکایانو او طالبانو سرې کرښې کومې دي. خلیلزاد په څرګندو ټکو وویل چې د طالبانو سره کرښه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي او د امریکایانو سره کرښه دا ده چې راتلونکي کې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځای بدل نه شي او امریکا ته بیا ګواښ پېښ نه کړي. که دغوو دوو سرو کرښو ته پام وکړو، دواړه غاړې سوله‌ییز اواري ته ډېر لنډ دي؛ خو په دې شرط چې رښتیا هم همدا سرې کرښې وي او نورې اجنډاوې په کې نه وي مطرح.

اصلي مسئله دا ده چې دواړه لوري د سولې خبرو ته له جلا جلا زاویو ګوري: د امریکايي لوري نظر دا دی چې طالبان چې کومې غوښتنې لري، هغه باید له افغان حکومت سره مطرح کړي، بیا به افغان حکومت په ځینو مواردو کې خپله اقدام کوي او په ځینو مواردو کې به له نړیوالو غواړي چې اقدام وکړي. معنا دا چې امریکایان افغان حکومت په رسمیت پېژني او د افغان سولې په تړاو افغان حکومت د یوازني تصمیم نیوونکي لوري په توګه پېژني. دلته که د طالبانو سره کرښه چې خلیلزاد تایید کړې، په پام کې ونیسي، د سولې په دغسې بحث کې له پامه غورځول کېږي. ځکه دا به ډېره ستونزمنه وي چې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنې په څېر مهمې مسئلې راپورته کړای شي.

طالبان بیا په دې نظر دي، چې د سولې خبرو په لومړي پړاو کې باید امریکا سره خبره سپینه شي، د امریکايي ځواکونو د وتلو بحث باید له امریکایانو سره خلاص شي، بیا به له افغانانو سره خبرې کېږي. دا هغه ټکی دی چې که د قطر د خبرو لړۍ دوام کړی وای، دواړه لوري ورته رسېدونکي وو، خو دا معلومه نه ده چې ولې خلیلزاد د خبرو درېيم پړاو اجنډا هم بدله کړه او ځای هم.

د ستونزې جرړه دا ده چې طالبان امریکا د جګړې اصلي لوری بولي؛ خو امریکایان بیا تر دې دمه هڅه کوي چې د سولې په خبرو کې ځان ته د اسانچاري رول خپل کړي او افغان حکومت او طالبان د جګړې دوه لوري وګڼل شي. کله چې خلیلزاد تېر کال سپټمبر کې افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي په توګه وګومارل شو، د طالبان ګومان دا و چې بالاخره امریکا چمتو شوه چې د جګړې د یوه لوري په توګه طالبانو سره خبرو ته کېني چې د ځواکونو د وېستلو بحث به په کې د خبرو اصلي محور وي. خو لیدل کېږي چې له درېوو پړاوو خبرو وروسته، امریکايي لوری لا هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی او د دغو خبرو په اوږدو کې غواړي افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرې پیل کړي. هغه څه چې تر اوسه طالبان ورته چمتو نه دي.

د دې دواړو لیدلوریو په پام کې نیولو سره، ګومان نه کېږي چې طالبان به د امریکایانو له نظر سره سم د سولې بحث له افغان حکومت سره مطرح کړي. تر دې دمه د سعودي او اماراتو فشارونه هم موثر نه دي واقع شوي او طالبان لا هم پر خپل دریځ ټینګ دي. پاکستان به هم په تاکتیکي ډول تر دې بریده فشار راوړي چې له امریکا امتیاز واخلي؛ خو ګومان نه کېږي چې پاکستان به هم تر هغه بریده فشار راوړي چې طالبانو سره یې یو مخ اړیکې ترینګلې شي. له بلې خوا پاکستان له افغان حکومت او امریکا سره تر هغې کچې مشترکې ګټې او ښې اړیکې نه لري چې پر طالبانو له حد زیات فشار راوړي تر څو افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي. له بلې خوا طالبان اوس د تېرو اتلسو کلونو په پرتله هم په کورني لحاظ ځواکمن دي او هم یې په سیمه کې ملاتړي موندلي، که امریکايي لوري پر همدې ټینګار پاتې شي چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي، ډېر احتمال شته چې طالبان خبرې وځنډوي.



اعلان