سعودي شهزاده د پاکستان لومړي وزیر ته د سرو زرو ټوپک ډالۍ کړی

راپورونه

سعودي شهزاده د پاکستان لومړي وزیر ته د سرو زرو ټوپک ډالۍ کړی

771

د سعودي د تبوک ایالت والي پاکستان ته د کم پېدا الوتونکو ښکار ته تللی، خو تر څنګ یې د پاکستان لومړي وزیر ته یوه قیمتي ډالۍ هم ور وړې ده.
جیو نیوز لیکلي چې شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزیز لومړي وزیر عمران خان ته له سرو زرو جوړ ټوپک (کلاشینکوف) د ډالۍ په توګه ورکړی دی.
دواړو مشرانو د لومړي وزیر په دفتر کې سره لیدلي دي چې په ځینو مسلو یې خبرې هم کړې دي.
وروسته شهزاده د بلوچستان چاغی ته د تلور په نور کم پېدا الوتونکو ښکار ته تللی.
رپوټونه وایي، د تلور ښکار پسې عرب شهزاد ګان داسې مهال ورځي چې د دغو الوتونکو شمېر مخ په کمېدو دی.
وړاندې د قطر یو شهزاد هم پاکستان ته د دغو الوتونکو ښکار پسې تللی و.



اعلان