څېړنه: افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو زیات مذهبي هېواد دی

راپورونه

څېړنه: افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو زیات مذهبي هېواد دی

2895

پیو څېړنیز مرکز په یوه تازه څېړنه کې ویلي چې افغانستان نړۍ کې له ټولو هېوادونو زیات مذهبي هېواد دی.
څېړنه وایي، د افغانستان نهه نوي سلنه خلک مذهبي دي چې له دوی اتیا سلنه یې سنیان او پاتې یې شیعه ګان دي.
څېړنه وایي، د افغانستان شپږ نوي سلنه خلک هره ورځ عبادت (مونځ) کوي.
د ډیلي ټایمز د رپوټ له مخې، څېړنه وایي چې پاکستان نړۍ کې شپږم مذهبي هېواد دی. د پاکستان شپږ نوي سلنه خلک مسلمانان دي او اووه شپېته سلنه خلک یې هره ورځ مونځ کوي.
دغه څېړنه کې نایجیریا دویم نمبر کې دی چې پنځه نوي سلنه خلک یې هره ورځ (عبادت) کوي.
ایران درېیم دی چې اووه اتیا سلنه خلک یې هره ورځ عبادت کوي او اندونیزیا څلورم دی چې څلور اتیا سلنه خلک یې هره ورځ عبادت کوي.
هند پنځم دی چې پنځه اویا سلنه خلک یې هره ورځ عبادت کوي.



اعلان