څېړنه: ښځې هره ورځ پنځه ساعته په بې مقصده خبرو لګوي

راپورونه

څېړنه: ښځې هره ورځ پنځه ساعته په بې مقصده خبرو لګوي

593

برتانیه کې یوې څېړنه کې مالومه شوې چې ښځې هره ورځ پنځه ساعته په بې مقصده خبرو او ټوکو لګوي.
د ښځو په اړه هم عام فکر دادی چې د نارینه وو په پرتله ډېرې کړتې کوي، خو نارینه وو کې هم ښایي ډېر کړتن وموندل شي.
دغه څېړنه کې ویل شوي چې ښځې د نارینه وو په پرتله درې برابره ډېرې غږېږي.
سماء نیوز د دغې څېړنې په حواله لیکلي، د ښځو د ډېرو خبرو لامل په مغزو کې د هغې برخې ډېر فعالیت دی چې له خبرو سره اړیکه لري.
څېړنه وایي، ښځې زیاتره وخت د نورو خلکو په مسلو بحث کوي.
څېړنه زیاتوي، ښځې د ورځې ۲۴ دقیقې د خپل وزن، خوراک او د لباس د اندازې په اړه خبرې کوي.



اعلان