افغانستان کې د انټرنټ قیمت پنځوس سلنه راټیټیږي

راپورونه

افغانستان کې د انټرنټ قیمت پنځوس سلنه راټیټیږي

3059

د مخابراتو وزارت وایي، ښایي له یوې میاشتې په لږه موده کې د انټرنټ قیمت پنځوس سلنه راکښته شي.
دغه وزارت وایي، افغانستان توانېدلی چې د TASIM پروژې غړیتوب ترلاسه کړي.
د اریانا نیوز د رپوټ له مخې، د دغې پروژې له تطبیق سره به د افغانستان عواید زیات شي او تر څنګ به یې انټرنټ ارزانه او کیفیت به یې هم ښه شي.
د دغې پروژې عملي چارې پېل شوي او تمه ده چې د اذربایجان، ترکمنستان او افغانستان تر منځ به یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.
ویل کېږي اوسمهال افغانستان کې د انټرنټ بیې د نړۍ د ډېرو هېوادونو په پرتله لوړې دي.



اعلان