داسې ښځه چې یوازې د ښځو غږ اوري

روغتیا

داسې ښځه چې یوازې د ښځو غږ اوري

492

چین کې یوه ښځه له عجیبه وضعیت سره مخ شوې. دا ښځه چې نوم یې مس چین ښودل شوی په اړه یې ویل کېږي چې یوازې د ښځو غږ اوري او د نارینه وو نه اوري.
دغه ښځه ان د خپل ملګري غږ نه شي اورېدای.
رپوټونه وایي چې یوه شپه دغه ښځې استفراق (قی) وکړ او غوږونو کې یې شپېلي ته د ورته غږ څخه له شتون شکایت وکړ. کله چې سهار له خوبه پاڅېده، نو د سړیو غږ یې نه شو اورېدای.
دغه ښځه د چین په سویل ختیځ ژیاومن سیمه کې اوسېږي.
کله چې روغتون ته یوړل شوه، نو ډاکټرانو وویل چې دا ښځه د (ریورس سلوپ) په ناروغۍ اخته شوې.
دا داسې ناروغي ده چې انسان په کې لږ فریکونسي لرونکی غږ نه شي اورېدای.
دا ناروغي ټوله نړۍ کې یوازې درې زره انسانان لري.
دا ناروغان ځکه د نارینه وو غږ نه اوري چې د دوی د غږ فریکونسي ټیټه او د ښځو هغه لوړه ده.
ډاکټرانو ویلي چې دغه ښځه له ذهني کشکمش او د خوب له کمۍ څخه ځورېدله.
ډاکټرانو زیاته کړې چې د ناروغې درملنه روانه ده او ژر به روغه شي.



اعلان