له ناټو بهر د لوی ملګري په توګه د پاکستان په ایستل کېدو غور کېږي

راپورونه

له ناټو بهر د لوی ملګري په توګه د پاکستان په ایستل کېدو غور کېږي

1603

د امریکا د کانګریس یوه بانفوذه غړي کانګریس ته یو قرارداد وړاندې کړی چې له مخې یې پاکستان له ناټو بهر د ناټو د لوی ملګري (اتحادي) هېواد له لېسته ایستل کېږي.
دغه قرارداد د جمهوریت غوښتونکي انډی برېګس له لوري وړاندې شوی او د نورو ګامونو پورته کولو له پاره اوس د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټه کې دی.
قرارداد کې د پاکستان د بیا ملګري کولو له پاره ځینې شرطونه ایښودل شوي چې یو یې د وسله والو پر ضد ګام پورته کول دي.
پاکستان کلونه وړاندې د امریکا په افغان جګړه کې له ناټو بهر د ناټو لوی ملګری، په ځانګړي ډول د امریکا ملګری وبلل شو.
د ناټو دغه ګام پاکستان ته یو لړ امتیازات ورکړل چې ډېرې نغدې مرستې هم په کې شاملې وې.
خو وروستیو کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې په پاکستان توند ګوزارونه کړي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د پاکستان په رول شک څرګند کړی.



اعلان