د بشر حقونو نړیوال سازمان د اسدالله خالد محاکمه غواړي

راپورونه

د بشر حقونو نړیوال سازمان د اسدالله خالد محاکمه غواړي

649

نیویارک کې مېشت د بشر حقونو نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان د دفاع اوسنی سرپرست وزیر د بشر له حقونو په ځینو سرغړونو تورن دی.
د دوی له لوري په یوه خپور شوي رپوټ کې ویل شوي چې اسدالله خالد، هغه مهال چې کندهار کې والي وو، نو شخصي زندانونه یې لرل. دوی وایي چې ځینې کسان د خالد له لوري تري تم شوي دي.
رپوټ وایي، خالد په کندهار او غزني کې د دندې پر مهال له خلکو سره ناسم چلند کړی او ځورولي یې دي.
"خالد د قربانیانو کورنۍ ګواښلې وې او ورته ویلي یې وو، که څه ووایي، نو و به یې وژني."
دغه سازمان وایي چې د افغانستان حکومت د خالد د محاکمه کولو اراده نه لري. سازمان د افغانستان د حکومت له ملګرو حکومتونو غوښتي چې د خالد په محاکمه کولو کې ور سره مرسته وکړي.
دغه سازمان په ځانګړي ډول له امریکا او کاناډا د مرستې غوښتنه کړې.
افغان حکومت تر اوسه د دغه سازمان د رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
خالد شاوخوا میاشت وړاندې د دفاع سرپرست وزیر وګومارل شو. دی وړاندې د ملي امنیت مشر هم و.



اعلان