کرزی: طالبان افغانان دي، امریکا به هېڅکله له افغانستانه و نه وځي

افغانستان

کرزی: طالبان افغانان دي، امریکا به هېڅکله له افغانستانه و نه وځي

466

پخواني ولسمشر حامد کرزي له انډیا ټوډی سره مرکه کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.
کرزي د پاکستان په اړه ویلي، هیله لرم چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان لرلید به بدل وي.
کرزي ویلی، د افغانستان او سیمې سیاسي چاپېریال مهم دی. هغه ویلي، امریکا به هېڅکله افغانستان پرېنږدي ځکه دوی د خپلو سټراټېژیکو موخو له پاره افغان اډو ته لاس رسی غواړي.
کرزي امریکا اپورچونیسته بللې او زیاتوي چې افغانستان سټراټېژیک موقعیت لري، نو ځکه په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدو یو لامل د افغانستان موقعیت دی.
هغه د افغانستان شاوخوا د نړۍ د پیاوړو هېوادونو شتون هم د امریکا د پاتې کېدو لامل بللی.
کرزي د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه ویلي چې هغه افغان او مشر چارواکی دی او موږ یې ملاتړ کړی.
کرزي د طالبانو په اړه ویلي، طالبان افغانان او د افغانستان دي. هغه زیاته کړې، د افغانانو خپلمنځي خبرې او د سیمې ملاتړ ترې غواړو.
کرزي د هند په اړه ویلي چې هند باید افغان ځواکونه وروزي، تجهیزات ورکړي. هغه افغانستان کې د هند پوځي شتون په اړه ویلي، موږ پوځیانو ته اړتیا نه لرو او دا (پوځیان) مرسته نه کوي.
کرزی هند ته د رایسانه په نوم یوه کنفرانس کې د ګډون له پاره تللی و.



اعلان