یو افغان هند کې له شپږ کیلو هیرویینو سره نیول شوی

راپورونه

یو افغان هند کې له شپږ کیلو هیرویینو سره نیول شوی

364

د هند پلازمېنې نوي ډیلي کې پولیسو دوه بهرني اتباع له اته کیلو هیرویینو سره نیولي دي.
د دوی یو افغان دی او بل د افریقایي هېواد ایوری کاسټ تبعه دی.
هندۍ میلینیم پوسټ لیکلي، د اسدالله په نوم اووه ویشت کلن افغان د شپږو او د موسی په نوم افریقایي له دوه کیلو هیرویینو سره نیول شوی دی.
اسدالله په حوض خاص کې اوسېده. دوی دواړه په ملویا نګر کې نیول شوي.
دواړو په ډیلي او د شمالي هند کې د هیرویینو سوداګري کوله.
اسدالله ویلي چې له افغانستانه مې ډیلي ته هیرویین راوړل او بیا مې افریقایانو ته ورکول چې یو یې موسی دی.
اسدالله زیاته کړې چې افغان ملګرو به مې په معده کې د کپسولو په بڼه دغه هیرویین راوړل او یا به یې په خپلو بېګونو کې راوړل.
په معده کې د کپسولو په بڼه د هیرویینو راوړل تر ټولو سخت دي.



اعلان