افغانستان کې دنده تر سره کوونکی پوځي امریکا کې وژل شوی

راپورونه

افغانستان کې دنده تر سره کوونکی پوځي امریکا کې وژل شوی

872

څلور دېرش کلن رابرټ ګوچ څو ځله افغانستان کې پوځي ماموریت تر سره کړی و، خو افغانستان کې ان ټپي شوی هم نه و او اوس په خپل وطن کې ووژل شو.
نیویارک ډیلي نیوز لیکلي چې ګوچ ویرجینیا ایالت کې لومړی په ډزو وویشتل شو او وروسته روغتون کې مړ اعلان شو.
له ګوچ سره یې دیارلس کلنه لور هم وه، خو هغه ژوندۍ پاتې شوې.
ګوچ سینما ته له تلو وړاندې د واوا پلورنځي مخکې د خوړلو له پاره څه اخیستل چې د جورج تامس له لوري پرې ډزې وشوې.
پولیسو ویلي، د ډزو پر مهال د دواړو تر منځ هېڅ ډول خبرې (لفظي شخړه) نه ده شوې. پولیسو زیاته کړې چې ګوچ خپل وژوونکی نه پېژنده.
جورج تامس پولیسو نیولی او د ډزو انګېزه یې تر اوسه مالومه شوې نه ده.



اعلان