له سوریې د امریکایي پوځیانو وتل پېل شول

سيمه او نړۍ

له سوریې د امریکایي پوځیانو وتل پېل شول

121

امریکایي چارواکي وایي، له سوریې څخه د امریکایي پوځیانو وتل پېل شوي دي.
د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف ویاند سین ریان اسوسییټېډ پرېس ته ویلي چې د پوځیانو د وتلو مهال وېش، ځای او خوځښت نه شو څرګندولای.
فاکس نیوز لیکلي، ښکاري چې د پوځیانو وتل به د پنجشنبې په شپه پېل شوي وي.
د سوریې د بشري حقونو د څار یوه مرکز ویلي چې د لسو پوځي موټرو یو کاروان او ځینې غټ موټر د سوریې له رملین څخه عراق ته تللي.
له سوریې د امریکایي پوځیانو وتل د امریکا د ولسمشر او د دفاع وزیر تر منځ د شخړې لامل شو چې وزیر جمیز مټیس د اختلاف له امله استعفی هم ورکړه.
سوریه کې شاوخوا دوه زره امریکایي پوځیان مېشت دي چې د داعش ضد جګړې له پاره تللي وو.
ټرمپ ویلي چې دغه جګړه پای ته رسېدلې ده.



اعلان