د ایفون له پاره ګرده پلورونکی تن عمري معذور شو

پام وړ

د ایفون له پاره ګرده پلورونکی تن عمري معذور شو

834

اته کاله وړاندې یوه چینایي د ایفون څلور او یوه ایی پېډ د ترلاسه کولو له پاره خپله یوه ګرده پلورلې وه، خو اوس ویل کېږي چې دویمه ګرده یې هم ناروغه شوې.
د چینایي رسنیو د رپوټونو له مخې، بې وزله ژیاو ونګ هغه مهال اوولس کلن و چې ګرده یې په تور مارکیټ کې د ایفون څلور له پاره وپلورله.
ونګ خپله روغه ګرده په ۳۲۰۰ ډالر په یوه قاچاقبر پلورلې وه. ده ته ویل شوي وو چې په یوه ګرده ژوند کولای شې، خو د عملیات پر مهال د خوندي چاپېریال د نه شتون له امله یې ټپ مکروبي شو چې پایله یې د بلې ګردې خرابي شوه.
ونګ د خپل دغه کار په اړه خپلې کورنۍ ته خبر نه و ورکړی چې پایله یې اوس د ونګ د ژوند تباهي شوه.
پولیسو په ۲۰۱۲ کې د پېښې په تړاو نهه تنه نیولي وو چې یوه مرکزي تورن ته یې تر پنځو کلونو د بند سزا ورکړې وه.
د ladbible وېبپاڼې د رپوټ له مخې، یوه تورن کس ته ویل شوي وو چې درې لکه شل زره ډالر د جرمانې (جبران) په توګه ورکړي، خو پېسو د ونګ بلې ګردې ته ګټه و نه کړه.
ویل کېږي، ونګ اوس مهال په کټ کې پروت دی، په ډېره لویه ستونزه کې ګېر دی او کار (دنده) هم نه شي کولای.



اعلان