کاناډا یو میلیون خلکو ته دایمي تابعیت ورکوي

سيمه او نړۍ

کاناډا یو میلیون خلکو ته دایمي تابعیت ورکوي

755

د کاناډا پارلمان داسې یو پلان څرګند کړی چې له مخې یې راتلونکو دریو کلونو کې یو میلیون خلکو ته دایمي تابعیت ورکول کېږي.
رپوټونه وایي، کاناډا دا ګام د نفوس او د کارګرو د کموالي له امله پورته کړی.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر احمد حسین ویلي، کاناډا (د کډوالو) له امله پیاوړې شوې.
سي این این د چارواکو له قوله لیکلي چې روان زېږدي کال کې به ۳۵۰ زره تنو ته ښه راغلاست وویل شي.
دغه راز ۲۰۲۰ کې به ۳۶۰ او ورپسې کال کې به ۳۷۰ زرو تنه ومنل شي.
د چارواکو په وینا، ۲۰۱۷ کې ۲۸۶ زره تنو ته قبولي ورکړل شوې ده.



اعلان