مهاتیر محمد: اسراییلي لوبغاړو ته د راتګ اجازه نه ورکوو

سيمه او نړۍ

مهاتیر محمد: اسراییلي لوبغاړو ته د راتګ اجازه نه ورکوو

367

د مالیزیا لومړي وزیر ویلي، هغو اسراییلي لوبغاړو ته به د راتګ اجازه ور نه کړو چې د ۲۰۱۹ د لمبا په لوبو کې د ګډون له پاره راځي.
دغه لوبې د روان کال په جولای او اګست کې کېږي.
مهاتیر محمد خبریالانو ته ویلي، موږ به هغوی پرېنږدو، که راشي، نو دا به برید (تېری) وي.
د عرب نیوز د رپوټ له مخې، مهاتیر محمد ویلي، مالیزیا له اسراییلو سره ډېپلوماټیکي اړیکې نه لري او په رسمیت یې نه پېژني، نو اسراییلي لوبغاړو ته ویزه ورکول به د قانون ضد وي.
مالیزیا د لمبا د نړیوال او اسراییلي سازمان د فشار سربېره هم دغو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي
مالیزیا د فلسطین د خپلواکۍ سخت ملاتړ کوي.
وړاندې هم مالیزیا اسراییلي لوبغاړو ته ویزې نه دي ورکړي.
مالیزیا له لسیزو د اسراییلو له لوري د فلسطین د نیواک سخت مخالفت کوي.



اعلان