کرزی: امریکایي پوځیان به له افغانستانه و نه وځي

افغانستان

کرزی: امریکایي پوځیان به له افغانستانه و نه وځي

406

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، تر هغه چې د سولې پروسه بین الافغاني شوي نه وي او د سیمې د هېوادونو ملاتړ ور سره نه وي، نو دا پروسه به بریالیتوب ته و نه رسېږي.
کرزي ویلي، د سولې د پروسې د بریالیتبوب له پاره د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ یو مهم کار دی.
کرزي هند کې یوه کنفرانس ته په وینا کې ویلي، امریکایي پوځیان به له افغانستانه و نه وځي ځکه د ده په وینا، امریکایان وتلو له پاره نه دي راغلي.
کرزي زیاته کړې، امریکایانو له طالبانو سره هم د پوځي اډو په اړه خبرې کړې دي.
خو طالبانو بیا په ځلونو په اعلامیو کې ویلي چې افغانستان کې به هېڅ امریکایي پوځي و نه مني.
هممهاله د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چین ته تللی. حمدالله محب وړاندې هند ته هم تللی و چې موخه یې د سولې پروسې له پاره د ملاتړ ترلاسه کول و.



اعلان