۲۰۳۰کې به امریکا د نړۍ درېیم او چین لومړی اقتصادي ځواک وي

سيمه او نړۍ

۲۰۳۰کې به امریکا د نړۍ درېیم او چین لومړی اقتصادي ځواک وي

791

د انګلستان د بانکي او مالي خدمتونو شرکت سټنډرډ چارټر د ۲۰۳۰ میلادي کال د پیاوړي اقتصادي هیوادونو یو لیست خپور کړی ،په دغه لیست کې ۱۰ هیوادونه شامل دي .

د لیست پر سر کې چين د ۶۴ ټریلیونه ډالرو په درلودو سره لومړی هند د ۴۶ ټریلیونه ډالرو په درلودو سره دوهم او امریکا متحده ایالات ۳۱ ټریلیونه ډالرو په درلودو سره دریم نمبر کې دي.

ترکيې هیواد چې اوس وخت کې پیسو ارزښت يې د ډالرو پر وړاندې راغورځيدلی خو بیا هم په دغه لیست کې د ۹اعشاریه یو ټریلیون ډالرو په درلودو سره ۵ مقام خپل کړی.

د دغه لیست څخه یوازې یو عربي هیواد مصر نوم هم راغلي چې د ۸ ټریلیونه ډالرو په درلودو سره په ۷ مقام کې ځاې لري او ورپسې روسيې هیواد د ۷ اعشاريه ۹ ټریلیونه ډالرو په درلودو سره ۸ مقام لري.



اعلان