بېل ګېتس ولې د تشناب له چټلو اوبو، ترلاسه شوې تصفیه اوبه څښي؟

پام وړ

بېل ګېتس ولې د تشناب له چټلو اوبو، ترلاسه شوې تصفیه اوبه څښي؟

791

ټولې اوبه پروسس کېږي. په طبیعت کې د اوبو کچه ثابته ده او کومې اوبه چې چټلې شي بېرته د اوبو د سایکل له لارې پس له یو څه وخت په خوږو اوبو اوړي. په نړی کې د چټلو اوبو جلا کومه زېرمه نشته چې هلته یوازې چټلې اوبه راټولې شي.

نو په دې اساس په دې کې هېڅ ستونزه نشته چې اوبه په لڼد ډول (له تشناب مستقما د ټکنالوژۍ په مټ) او یا هم په اوږده ډول ( طبیعي ) تصفیه شي.

په لویو ښارونو کې د اوبو د کمښت ستونزه یوازې په زر تصفیه کولو حل کېدلای شي. خو دا کار لوړ اقتصادي مصرف ته ضرورت لري چې وروسته پاتې هېوادونه یې نشي ورکولای.

دا څانګه په راتلونکي کې ښه مارکیټ لري ځکه اوس څېړونکي او نړیوال شرکتونه هڅه کوي تر څو د اوبو د تصفیې لپاره اسانه او ارزانه ټکڼالوژي جوړه او مارکیټ ته یې د کارولو لپاره وړاندې کړي.



اعلان