نواز شریف زندان کې یخ وهلی

راپورونه

نواز شریف زندان کې یخ وهلی

345

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ (ن) مشر محمد نواز شریف په زندان کې له یخ څخه شکایت کړی.
ایکسپریس نیوز لیکلي چې د لاهور کوټ لکپت زندان کې د یخ (سړو) له امله د نواز شریف طبعیت خراب شوی و.
نواز شریف د بدن او سر درد پېداکړی او زکام شوی هم دی.
سرچینو ویلي چې د نواز شریف درملنه په زندان کې کېږي.
د زندان چارواکو ویلي چې اوس د نواز شریف روغتیا ښه ده او هره ورځ یې معاینه کېږي.
نواز شریف ته د العزیزیه په نوم قضیه کې د فساد له امله د بند اووه کاله سزا ورکول شوې ده.



اعلان