ایران: له طالبانو پرته د افغانستان د دولت راتلونکې ناشونې ده

افغانستان

ایران: له طالبانو پرته د افغانستان د دولت راتلونکې ناشونې ده

168

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوه هندي ټلویزیوني چېنل سره خبرو کې ویلي، له طالبانو پرته به د افغانستان د دولت راتلونکې ممکنه نه وي.
جواد ظریف له NDTV سره خبرو کې زیاته کړې، خو راتلونکي افغانستان کې باید د طالبانو رول غالب نه وي.
د ظریف په وینا، تصمیم به افغان ولس نیسي.
ظریف له طالبانو سره د ده د دولت خبرې او تماسونه تایید کړل، خو ویې ویل چې دا هر څه یې د ایران د امنیت له پاره دي.
څو ورځې وړاندې تهران ته د طالبانو یو پلاوی تللی و. طالبانو د خپل د پلاوي تګ او هلته په ځینو مسلو د خبرو کول تایید کړي.



اعلان