د چین نوی رادار ۳.۳ میلیونه کیلومتره مربع سیمه څارلی شي

پام وړ

د چین نوی رادار ۳.۳ میلیونه کیلومتره مربع سیمه څارلی شي

398

چین یو نوی رادار جوړ کړی چې کولای شي د هند د مساحت په اندازه ساحه وڅاري.
د هند ټول مساحت ۳.۲۸ میلیونه کیلومتره مربع دی.
ساوت چاینه مارننګ پوسټ لیکلي، دا رادار به د چین سمندرونه څاري او د دښمن له بېړیو او الوتکو ور تلونکي ګواښونه (توغندي) به کتلی شي.
دغه نوی رادار به د چین د بحري پوځ ځواکمنتیا نوره هم پیاوړې کړي.
د چینایي ساینسپوه لیو ینګټن د ډلې یوه غړي ویلي، دا رادار به د سویلي چین سمندر، هندی سمندر او اوقیانوس سمندر څخه د چین د پوځ له پاره د مالوماتو ټولولو وړتیا زیاته کړي.



اعلان