مصر کې د نړۍ دویم لوی جومات پرانېستل شو (انځورونه)

پام وړ

مصر کې د نړۍ دویم لوی جومات پرانېستل شو (انځورونه)

604

د مصر د پلازمېنې قاهرې په ختیځ ۴۵ کیلومترۍ کې د مصر تر ټولو لوی جومات د دغه هېواد ولسمشر پرانېست.
دغه جومات مسجد الفتاح العلیم نومېږي چې د مساحت له مخې د حرمینو له جومات وروسته نړۍ کې دویم لوی جومات دی.


د جومات پرانېسته کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډون د فلسطین مشر محمود عباس هم ګډون کړی و.
جومات په نهه ویشت هکتاره ځمکه کې جوړ شوی. د جومات مساحت د ازهر شریف د جومات له مساحته لس چنده زیات دی.


جومات څلور منارې لري چې هره یوه یې نوي متره لوړه ده.
د جومات دننه د لګېدلو پایو لوړوالی ۴۵ متره دی.
جومات کې نږدې اووه لس زره مونځ کوونکي ځایېږي.
جومات د داخلېدو پنځه مرکزي دروازې لري چې درې یې د نارینه او دوه یې د ښځو له پاره دي.



اعلان