انار د څلور ډوله سرطان د خپرېدو مخه نیسي

روغتیا

انار د څلور ډوله سرطان د خپرېدو مخه نیسي

292

د برکلی کلیفورنیا پوهنتون پوهان وایي، انار نه یوازې د زړه ناروغیو ته ګټور دی بلکې کولای شي چې د څو ډوله سرطان د خپرېدو مخه ونیسي.
لومړنۍ څېړنې وایي، د انار اجزا او جوس په سرطان برید کوي. انار روغو حجرو ته زیان نه رسوي.
که څه هم په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده، خو لومړنۍ پایلې ښیي چې انار په ډي این ای (DNA) کې د تغیراتو مخه نیسي. دغه تغیرات د سرطان لامل کېږي.
کارپوهان وایي، انار کې له سرطان سره جنګېدونکی انزایم (پیرا اوکسونیس ون یا PON1) شتون لري چې د اکسیجن کمی او سوزش لرې کوي. دا دواړه (د اکسیجن کمی او سوزش) ډي این ای کې د تغیر لامل ګرځي.
د دې تر څنګ، انار نورو روغو (صحت مندو) برخو ته د سرطان ځپلو حجرو مخه نیسي.
دغه راز، هره ورځ د انار د جوس له څښلو په بدن کې د سوزش پېداکوونکو کیمیاوي توکو او پروټینو کمی رامنځته کېږي.
ماهرین وایي، د انار خوړل د سینې او د پروستات د غدې د سرطان مخې نیولو کې هم مرسته کوي.
یوه بله څېړنه وایي چې انار د سینې د سرطان د خپرېدو اتیا سلنه مخه نیسي.
دغه راز، انار د سږو او غټو کولمو د سرطان په مخه نیولو کې هم مهم رول لوبوي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د انارو په فصل (موسم) کې د انارو خالص جوس وڅښئ چې هغه له نورو میوو سره ګډ نه وي او نه په کې خواږه اچول شوي وي.



اعلان