امریکایي چارواکي: ټرمپ له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو حکم کولای شي

افغانستان

امریکایي چارواکي: ټرمپ له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو حکم کولای شي

559

امریکایي چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په پلان یې کار پېل کړی دی.
دغو چارواکو چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي چې د ایستل کېدونکي پوځ شمېر ښایي له هغه لږ وي کوم چې تېر ډسمبر کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګند کړی و.
وړاندې رسنیو ویلي وو چې له افغانستانه ښایي اووه زره امریکایي پوځیان وویستل شي، خو اوس چارواکو ویلي چې ښایي د درې زرو شاوخوا پوځیان ووځي.
خو له دې سربېره چارواکو ویلي چې وروستۍ پرېکړه تر اوسه نه ده شوې او ولسمشر ټرمپ هره شېبه د ټولو پوځیانو د ایستلو حکم کولای شي.
چارواکو د پلان د بدلېدنې خبرداری هم ورکړی دی.
دا پرمختګونه داسې مهال کېږي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزد له طالبانو سره خبرې کړي او ښایي څلورم پړاو خبرې هم ژر تر سره شي.
د امریکا دفاع وزارت واشنګټن ایګزیماینر ته ویلي چې دوی د خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوي.



اعلان