د سعادت استعفالیک: ولسمشر د ملکي تلفاتو په اړه زما لیکنو سره مخالف و

نظر او تحليل

د سعادت استعفالیک: ولسمشر د ملکي تلفاتو په اړه زما لیکنو سره مخالف و

478

وضاحت

سلامونه ملګرو، خویندو او ورونو!

عزت، ځان او مال مو ستر خالق په خپل امن کې وساته.
نه مې غوښتل په دې اړه څه ووایم، خو؛ ستاسې بې شمېره پیغامونو او ټېلیفونونو دې ته اړ کړم چې باید یو څه ووایم، د بل پلوه ارګ هم زما د ګوښه کېدو دلیل نه و لیکلی؛ نو دا پوښتنې لا پسې زیاتې شوې چې اوس لازمه بولم په دې اړه وضاحت ورکړم.

کله چې حکومت تصمیم ونیوه په کمېسیونونو کې بدلون راولي، ولسمشر ارګ ته وروغوښتم او د حقوقي مشاوریت پُست وړاندیز یې راته وکړ. ما ترې مننه وکړه او ومې ویل چې یوازې یو امنیتي پوښښ راته جوړ کړه، نور کار او دنده نه غواړم، په کافي اندازه ستړی یم؛ خو ولسمشر ونه منله او ویې ویل چې ممکنه نه ده، کار کول دې حتمي دي. واقعیت دا و چې د حکومت جوړښت مې خوښ نه و، مګر د جمهور رئیس ټینګار دا حس راکړ چې که ګوندې له دې ځایه خپل وطن او خلکو ته څه کولی وشم. نږدې کال وروسته مې په ټاکنیزو شکایتونو کمېسبون کې دنده ختمه او د حقوقي سلاکار په توګه مې دنده پیل شوه. څه موده وروسته مې فکري تفاوت احساس کړ؛ خو، هغه خلاء دومره زیاته نه وه چې زمونږ لارې یې مطلق جلا کړې وای. مګر؛ په دې وروستیو کې مو منځکې نظریاتي او عملي واټن زیات شو؛ تر دې چې د ولسمشر کړنې راته د وطن په خیر نه معلومېدې (نه معلومېږي). د سولې په وړاندې راته یو ستر مانع ښکارېده (ښکاري). هغه ته هم د ملکي او بې ګناه وګړو تلفاتو په اړه زما لیکنې او دریځ د حکومت د تخریب تعریف درلود چې ما نه شول کولای ځان قانع کړم او سکوت وکړم (ځکه چې د ولسمشر په نیت مې شک وکړ). کله چې نوې امنیتي ګومارنې وشوې، ما د (عزیزآباد وطن) تر عنوان لاندې خپله یوه خاطره ولیکله چې په هغه کې د امرالله صالح په اړه یو تاریخي واقعیت راغلی و. د لیکنې د خپرېدا نه څو دقیقې وروسته له ارګ نه زنګ راغی او راته یې وویل چې د ولسمشر او حکومت په ضد که څه ونه لیکې. ما ورته وویل چې د ولسمشر په اړه مې څه نه دي لیکلي؛ هغوی راته کړل: دا هر څه د ولسمشر په سیاست پورې اړه لري. ما ونه منله او ټولنیزو رسنیو کې لیکل مې خپل د بیان د آزادۍ حق وباله. ارګ راته وویل: مانا دا چې ته دې دریځ نه بدلوې او دوام ورکوې؟ ما ورته کړل چې نه شم کولای په دې واقعیتونو سترګې پټې کړم.
نو؛ ولسمشر هم زما داسې فکري واټن ونه زغمه، خصوصاً د (عزیز آباد وطن) لیکنې زمونږ اړیکه ډېره ترینګلې کړه چې په نهایت کې، دوه ورځې وړاندې یې زما په اړه خپل صلاحیت وکاراوه.

زه د ولسمشر پرېکړې خپه او غوسه کړی نه یم، ځکه چې دې فکري فاصله کې مونږ رښتیا هم دوام نه شو ورکولای. بل دا چې زه کله هم څوکۍ د خپلو سترو ارمانو او ارزښتونو په بیعه نه اخلم چې د لاسه ورکول یې راته سخت وي.

ولسمشر نه مننه کوم چې زما د ماموریت په موده کې یې شخصي چلند راسره نهایت ښه او په متقابل احترام ولاړ و.

ستاسې درنو دوستانو د ارزښتمند او پراخ ملاتړ او مینې پوروړی یم چې په هر حالت کې راسره یاست. ستاسې حافظې او ستاسې زړونه هغه مقامونه دي چې د چا فرمان مې ترې نه شي عزلولی. رب مې دې له هغې ورځې وساتي چې هلته بې موقفه، بې مقامه شم.



اعلان