سعودي له خپلو خلکو غوښتي چې ملخان ونه خوري

سيمه او نړۍ

سعودي له خپلو خلکو غوښتي چې ملخان ونه خوري

373

د سعودي د اوبو او کرنې د چارو وزارت د دغه هېواد له اوسېدونکو غوښتي دي چې له دې وروسته دې ملخان نه خوري، ځکه چې د ملخانو د کمي له وجې ځينې نورې حشرې ډېرې شوې دي.
عربي سرچينې ليکي چې د سعودي د اوبو او کرنې چارو وزارت هغه مهال له خلکو دغه غوښتنې وکړه چې په هېواد کې ځينې داسې حشرې ډېرې شوې دي چې مخه يې ملخان نيسي. په ځانګړې توګه دغه حشرې په مکه کې ډېرې شوي دي.
سعودي عربستان کې ملخان يو له هغو حشرو څخه دي چې خلک يې ډېر خوري. نو حکومت د نورو حشراتو د مخنوي په خاطر د ملخانو د نه خوړو امر کړی دی.



اعلان