اردوګان د امريکا د ملي امنيت مشاور له کتنې پرته رخصت کړی

سيمه او نړۍ

اردوګان د امريکا د ملي امنيت مشاور له کتنې پرته رخصت کړی

218

ترکي رسنۍ راپور ورکوي چې ترکي ولسمشر، رجب طيب اردوګان، د امريکا د ملي امنيت مشاور، جان باټلن سره له کتلو ډډه کړې او هغه له کتلو پرته ترکيه پرې ايښې ده.
ترکي رسنۍ ليکي چې اردوګان له جان بولټون سره له کتلو ډډه کړې او بولټون له کتنې پرته د دغه هېواد د پرې ښودو اراده کړې ده. رسنۍ ليکي چې بولټون د اردوګان د سياسي چارو مرستیال او د رياست وياند، ابراهيم قالن، سره کتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکي ولسمشر په اسراييلو کې د جان بولټون خبرې غندلي دي او دا يې ستره غلطي بللې ده. د يادونې وړ ده چې بولټون په اسراييلو کې ويلي وو چې ترکيه به په سوريه کې هر ډول عمليات د امريکا له مشورې پرته نه کوي.



اعلان