"طالبانو د اجنډا د اختلاف له امله له امریکایانو سره د قطر غونډه لغوه کړې"

افغانستان

884

تمه وه چې سبا (چار شنبه) به قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ دوه ورځینی غونډه جوړه شي، خو ویل کېږي چې د غونډې د جنډا پر سر د اختلاف له امله طالبانو غونډه لغوه کړې ده.
رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو له قوله لیکلي، اختلاف په غونډه کې د افغان چارواکو په ګډون، د بندیانو په تبادلې او احتمالي اور بند و.
طالب سرچینو ویلي، دواړو لورو منلې چې قطر کې به غونډه نه کوي.
طالب سرچینو ویلي، دوی د پنځه ویشت زره بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې ځواب کې به یې طالبان درې زره بندیان خوشې کوي، خو د سرچینې په وینا، امریکایان دغه مهال د بندیانو د تبادلې بحث نه غواړي.
یوې بلې طالب سرچینې ویلي، موږ فکر کوو چې زلمی خلیلزاد د مهمو پرېکړو وس نه لري.
خلیلزاد د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی دی.
افغانستان کې د امریکا جګړه اتلسم کال ته داخله شوې چې تر اوسه په کې لسګونه زره افغانان وژل شوي دي.
دغه راز، لسګونه بهرني پوځیان وژل شوي او امریکا نږدې یو ټریلیون ډالر لګښت کړی دی.



اعلان